افغانستان

په کندز کې د ټرافیکي پېښې له امله يو تن مړ شوی

کندز کې د ټرافیکي بېښې انځور

له کندز ولایت څخه ځايي سرچينې «آمو» ته وايي، چې د دې ولايت د دشت ارچي ـ امام صاحب ولسوالۍ پر لاره يوه ټرافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله يې يو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه د جمعې په ورځ، د زمري په ۱۷مه، له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه شوې ده. د سرچینو په وینا، د ټپیانو روغتيايي حالت نازک دی او دوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې د موټر سپرلۍ د دشت ارچي ولسوالۍ د واليبال سياليو کې د ګډون لپاره روان وو چې موټر له سړک څخه اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم سرچینو «آمو» ته ويلي وو، په هلمند ولايت کې د یوې بلې ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي وو.

د سړکونو خرابوالی او په خطرناکو لارو کې د لارښوونې نښو نشتوالی د هېواد د ټرافیکي پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.