منځنی ختیځ

د غزې په تړانګه د لوږې له امله د څلورو کسانو مړه شوي

انځور له رویترز څخه

د غزې پر تړانګې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو د دوام هم مهاله، په دې سیمه کې د لوږې ناورین ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

د غزې د روغتیا وزارت، د لوږې له امله د څلورو کسانو له مړینې خبر ورکوی او وایي، چې د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

د غزې په تړانګه کې، د لوږې بحران نور هم پراخ شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور نور فلسطینیان هم د لوږې له امله مړه شوي دي، او د خوارځواکۍ د قربانیانو شمېر ۲۳۹ ته رسېدلی چې ۱۰۶ تنه یې یوازې ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې مرستندویه بنسټونه د مرستو له کموالي شکایت کوي او وایي، چې د غزې لپاره ورننوتونکي بشري مرستې بسنه نه کوي. د «بې پولې ډاکټرانو» الجزیرې ته ویلي چې د مرستو وېش مرکزونه د غزې د خلکو لپاره «د مرستې تر سیوري لاندې قصاب‌خونې» دي، چې هره ورځ د لسګونو کسانو ژوند اخلي.

بلخوا، د اسراییلو له لوري د غزې تړانګې محاصره د روغتیايي برخې لپاره نوې ستونزې جوړې کړي دي. د درملو او طبي وسایلو د کموالي ترڅنګ، د خوړو نشتوالی هم د ډاکټرانو لپاره یوه لویه ننګونه ده. د الجزیرې د راپور له مخې، روغتیايي کارکوونکي د کافي تغذیې د نشتوالي له امله د جراحۍ پر مهال بې‌هوښه کېږي، او خلک هم د خوارځواکۍ له امله ناروغانو ته وینه نه شي ورکولی.

اسټيفان دوجاریک وايي: «د مرستو او د توکو هغه اندازه چې غزې ته ورننوتلی شي، د هغو خلکو لپاره چې له لوږې ځورېږي، لږ تر لږه اړتیاوې نه پوره کوي. اوربند باید وشي، ترڅو مرستې ټولو اړمنو ته ورسېږي، او د مرستو پرله‌ پسې توګه رسېدل او زیاتوالی ډېر اړین دی.»

له دې ټولو سره سره، پر غزې د اسراییلي ځواکونو پرله پسې بریدونه لا هم روان دي. ځايي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې نن سهار هم، لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان، چې له ډلې یې لس تنه د بشري مرستو ترلاسه کولو ته انتظار وو، د اسراییلو په بریدونو کې د غزې ښار او د رفح ښار ترڅنګ د مرستو د وېش یوه مرکز کې وژل شوي دي.

محمد بصل وايي: «نړۍ باید دغه ډله‌ییزې وژنې چې د خلکو، ماشومانو او ملکي وګړو پر ضد روانې دي، ودروي. دا عامه وژنه باید ودریږي، که نه نو موږ به د لا ډېرې وینې بهېدو شاهدان واوسو. د ماشومانو وژل کېدل. د نارینه وو لا ډېر وژل کېدل. نړۍ تر دې مخکې چې ډېره ناوخته شي، باید اقدام وکړي.»

ورته مهال، له سلو ډېر مرستو د وېش او د بشري حقونو سازمانونه اسراییل په دې تورنوي چې د حیاتي مرستو د داخلېدو مخه یې نیولې ده. دغه بنسټونه وايي، د مارچ له دویمې نیټې راهیسې، ډېری نړیوال غیردولتي سازمانونه نه دي توانېدلي چې حتی یوه لارۍ مرسته غزې ته ورسوي، او ګڼ شمېر مرستې د اردن او مصر په ګودامونو کې بند پاتې دي.