افغانستان

د طالبانو امربالمعروف وزارت خپلو محتسبینو ته: دین مه بدناموئ

په داسې حال کې چې په تېرو اونیو کې په بامیان کې د جمعې په لمانځه کې د ګډون د جبري کولو او له نجونو او ښځو سره د امربالمعروف محتسبینو د وېرونکي چلند په اړه راپورونه خپار شوي دي، اوس د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو چارواکی وایي چې هېڅوک حق نه لري د خلکو ګرځنده تلیفونونه او شخصي موټر وپلټي.

د دغه وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رییس محمد یحیی عارف ویلي: «داسې کار مه کوئ چې دین بد نام شي. له ځانونو باید مفتي او قاضي جوړ نه کړئ. موبایل د خلکو خصوصي حریم دی.»

بامیان ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو جمعه، د زمري پر ۲۱ په داسې حال کې چې په ښار کې ګرځېدل او د لاسپیکرونو له لارې یې خبرداری ورکړ چې له دې وروسته باید د بازار خلک خپلې هټۍ وتړي او د جمعې په لمونځونو کې ګډون وکړي.

د ښځو حقونو او رسنیو یوې فعالې په دې اړه آمو ټلوېزیون ته ویلي و؛ کله چې له بانک څخه د پيسو د اخیستو لپاره د بامیان بازار ته تللې وه، د طالبانو د محتسبینو له خوا سپکاوی ورته شوی دی.

دغه مېرمن چې د امنیتي لاملونو له امله اجازه نه لرو نوم یې واخلو، وویل چې طالبانو هغې ته ویلي، جامې یې ولې لنډې دي او وېښتان یې لیدل کېږي.

هغې زیاته کړه چې د طالبانو یوه وسله وال کس هغه په مرګ ګواښلې ده.

په همدې حال کې، داسې شکایتونه شته چې طالبان د ځوانانو، زده کوونکو او زده کړیالانو ګرځنده تلیفونونه پلټي او کله یې هم ترې اخلي؛ خو طالبان د دغو خبرونو په ردولو سره وایي چې هغوی یوازې په نرمۍ سره خلکو ته امرونه رسوي.

په تېر یوه کال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت له خوا د سختو محدودیتونو په لګولو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پام وړ رول لرلی دی.

د ښځینه ویندویانو لپاره د مخ د پټولو جبري کول او له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل د هغوی له دوو اړینو موضوعګانو څخه دي؛ هغه مسایل چې اټکل کېږي د هېوادونو له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو کې هم بې اغېزې نه دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت تازه فرمان

تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړه چې په هغه کې یې خلک د ځینو نویو اصولو او کړنو رعایت ته اړ ایستلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټولې هټۍ دې د جمعې پر ورځ له ۱۲:۳۰ بجو وروسته وتړل شي او هټیوال دې د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړي.

د هټیو دروازې دې د پنځه وخته لمانځه لپاره وتړل شي او خاوندان یې دې د جماعت لمانځه ته ځان حاضر کړي او لمونځ کوونکو ته دې دیني درس ورکړل شي.

د دغې خبرپاڼې په دوام کې راغلي، چې د خوښۍ او واده په مراسمو کې دې له ساز او سندرو څخه ډډه وشي او هټۍ نه شي کولای محفل لرونکو ته د «ساز او سندرو» وسایل په کرایه ورکړي.