منځنی ختیځ

حماس: د ۶۰ ورځني اوربند خبرو ته چمتو یو

انځور له رویترز څخه

حماس اعلان کړی چې دوی چمتو دي د ۶۰ ورځني اوربند د وړاندیز په اړه، سمدلاسه خبرې اترې پیل کړي. ورته مهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي چې هیله لري د اسراییلي او فلسطیني یرغملو د تبادلې او اوربند تړون به د روانې اونۍ په ترڅ کې یوې پایلې ته ورسېږي.

خو له دې ټولو سره سره، پرون هم د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې کموالۍ نه و راغلی او د غزې د روغتیا چارواکې وايي، چې د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان، چې ځینې یې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په لټه کې وو، د اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

یوې اسراییلي سرچینې دې شبکې ته ویلي، د حماس وړاندیز شوې بدلونونه یوازې ژبني تعدیلات دي او تمه نه کېږي چې د تړون پر بهیر اغېز وکړي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د جمعې په ورځ هیله څرګنده کړه، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې به د اوربند تړون وروستی شي. د هغه په وینا، دغه طرحه کې د ۱۰ ژوندي برمته شویو او ۱۸ جسدونو د تدریجي ازادېدو پلان شامل دی، دا شمېر د هغو ۵۰ اسراییلي برمته شویو له ډلې څخه دي چې لا هم په غزه کې دي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وايي: «زما په اند دوی به د دې طرحې په اړه مثبت نظر ولري. موږ باید ژر تر ژره دا کار پای ته ورسوو. حماس… باید دا کار وشي. باید د غزې په اړه یو څه وکړو. موږ پر دې کار کوو. لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ ډېرې مرستې استوو، ډېرې پیسې او پراخې مرستې.»

د اوربند د لومړي ورځې له پیلېدو سره، حماس ژمنه کړې چې اته ژوندي برمته شوي کسان به د یو شمېر فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې اسراییلو ته وسپاري.

له دې وروسته، اسراییلي ځواکونه به د غزې له ځينو برخو لکه له شمالي غزې څخه به شاتګ کوي او ور سره به د دایمي اوربند لپاره رسمي خبرې پیلېږي. دغه طرحه همداراز ژمنه کوي چې غزې ته د بشري مرستو بهیر به پراخ او دوامداره توګه دوام مومي.

بلخوا، حماس ټینګار کوي، چې دوی د جګړې د بشپړې ختمېدو په اړه واضح تضمینونه غواړي؛ یوه موضوع، چې د دې وړاندیز په نوي بڼه کې پرې ډېر ټینګار شوی دی. د اوربند په اړه د حماس د مثبت ځواب سره سره، اسراییلو لا هم پر غزې خپلو پراخو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا، د پنجشنبې په ورځ له ۸۰ زیات کسان او د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۹ نور فلسطینیان په بېلابېلو سیمو، لکه نصیرات کمپ او خان‌یونس ښار کې وژل شوي دي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ټاکل شوې ده چې سبا شنبه خپله بشپړه کابینه راوغواړي څو د اوربند د طرحې ارزونه وکړي. له هغې وروسته به واشنګټن ته ولاړ شي، او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ به په سپینه ماڼۍ کې له د امریکا له ولسمشر سره وویني.