افغانستان

هرات کې کروندګر وايي د له اوبو له نشتوالي، لوړ لګښتونو او د طالبانو له نه‌ملاتړه کړیږي

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو شمېر کروندګر د طالبانو له خوا د کرنې په برخه کې د ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي. دوی زیاتوي چې د تخمونو، کیمیاوي سرو او ویروس ضد درملو بیه لوړه ده.

له بلې خوا، دوی وايي چې د کرنې لپاره د اوبو له بې ساري نشتوالي سره مخ دي.

دلته، د هرات د ګذرې ولسوالۍ د کرنې لپاره مناسبه جغرافیه ګڼل کیږي او له رنګارنګ میوو ډک باغونه لري، خو د بازار له نشتوالي او د تخمونو او کیمیاوي سرو له لوړ نرخ کروندګر شکایت کوي.

دوی وايي چې له طالبانو یې هیڅ ډول ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

د دې کروندګرو له ډلې ځینې یې وايي چې د کرنیزو توکو د بازار مدیریت د ګټه اخیستونکو په لاس کې دی او دوی په هره بیه چې وغواړي په کروندګرو سې پلوري. د دوی په وینا، طالبان پر بازار هیڅ دول مدیریت نه لري.

کروندګر، صدیق، وايي: «د بزګرانو ستونزې ډېرې زیاتې دي، یو بوجی کیمیاوي سره په درې زره افغانیو اخلو، د کدو یو بوتل تخم په پنځه زره افغانیو اخلو، د ویروس ضد دوا په اووه زره افغانیو اخلو، د روميو یو من تخم په درې زره افغانیو اخلو، غنم له موږه په ارزانه بیه اخلي، د بزګر حالت همدا دی چې تاسو یې وینئ.»

له بلې خوا، یو شمېر کروندګر وايي چې دوی د کرنیزو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او له بلې خوا، هیڅ ډول ملاتړ نه ترلاسه کوي.

کروندګر، عبدالله، وايي: «موږ بزګران د تخم او سرې له پلوه ډېرې ستونزې لرو. تخم او سره موږ ته په لوړ قیمت پلورل کېږي، خو زموږ حاصلات په ټیټه بیه اخلي.»

د اوبو کمښت او د طالبانو لخوا د کروندګرو له حاصلاتو څخه د لس سلنې لسمې برخې راټولول په هرات کې د کروندګرو ترټولو لویې ستونزې ګڼل کیږي.