سیاست

هېوادوال: د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه د افغانستان خلکو ته خیانت دی

یو شمېر ښاریان او د بشري حقونو فعالان د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل له افغانانو سره خیانت او په هېواد کې له بشري حقونو د ښکاره سرغړونو له پامه غورځول ګڼي.

د هېواد اوسېدونکي وايي چې طالبان هیڅ ولسي او قانوني مشروعیت نه لري، او د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندنه د افغانانو د مشروع غوښتنو له پامه غورځول دي.

په ورته وخت کې، د ښځو اعتراضي غورځنګونو او د طالبانو مخالفو یو شمېر سیاستوالو او سیاسي ډلو د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل له نړیوالو ژمنو سرغړونه او د خواشینۍ وړ بللې ده.

ښاریان همداراز ټینګار کوي چې طالبان هیڅ ولسي او قانوني مشروعیت نه لري.

له دې سره هم مهاله، شاوخوا ۹۰ مدني ټولنو او اعتراضي غورځنګونو په یوه خبرپاڼه کې د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل غندلي دي او دا یې د نړیوالو ژمنو سرغړونه، د بشري حقونو سرغړونې له پامه غورځول او د هیوادوالو د غوښتنو تر پښو لاندې کول بللي دي. دوی له روسیې څخه غوښتي دي چې په دې پریکړه بیا غور وکړي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: «طالبان د خلکو مشروعیت نه لري او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي. د روسیې له‌خوا طالبانو ته رسمیت ورکول، د افغانستان د خلکو د حقونو سره خیانت دی. موږ له نړۍ غواړو چې زموږ غوښتنه له پامه و نه‌غورځوي او طالبان دې بندیزونو ته وسپاري.»

د کابل یو بل اوسېدونکي وویل: «روسیې د دې پر ځای چې پر طالبانو بندیزونه ولګوي، هغوی ته رسمیت ورکوی. دا د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر وړاندې یو ستر ظلم دی.»

د اعتراضي او مدني غورځنګونو په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبان د افغانانو مشروع استازی نه دی، او د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندل په افغانستان کې د بشري حقونو د ښکاره سرغړونې له پامه غورځول دي. د روسیې دا پریکړه به په افغانستان کې د ظلم او تاوتریخوالي پروسه نوره هم پراخه کړي.»

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند، د وحدت اسلامي ګوند، د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند، او یو شمیر سیاسي شخصیتونو د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل د هیواد ثبات ته زیان رسونکي بللي او د د ناوړه سیاسي او امنیتي پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو سره د پخواني حکومت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي، د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندلو د اقدام په ځواب کې ویلي دي چې د مسکو پریکړه به افغانستان په نویو نړیوالو سیالیو کې راولي.

د طالبانو سره د پخواني حکومت د مذاکره کوونکي ټیم مشر، محمد معصوم ستانکزی، ویلي: «دا ډول اقدامات نه د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړي او نه هم د بشري ناورین شدت کموي؛ بلکې، د کورني مشروعیت په نشتوالي کې، دوی د جیوپولیتیکي تاوتریخوالي د پراخولو خطر زیاتوي.»

په نږدې څلورو کلونو کې هېڅ هېواد طالبان د دې له امله په رسمیت نه‌دي پېژندلي، چې دوی د مشروعیت نشتوالی، د بشري حقونو منظمې سرغړونې، د ښځو او نجونو له کار، زده‌کړې او تحصیل څخه محرومول، د جنسیتي اپارتاید نظام واکمني او په افغانستان کې د یو قومي جوړښت حاکمیت ته منسوبېږي.

خو اوس روسیه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی هم ده، د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک پر خلاف — چې د طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د دوی له لوري د نړیوالو ژمنو پابندۍ ته مشروط کړي د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.