د ناقانونه کډوالۍ د انساني قاچاق د لارو د داستانونو په دوام؛ يو له قربانيانو وایي، څه باندې درې کاله له دمې پرته په غالۍ اوبدلو بوخت وو او په ورځ کې يې يوازې له څلورو تر پنځو ساعتونو ارام کاوه.
نوموړي په دې راپور کې د ناقانونه کډوالۍ او جبري کار کولو، په کانونو او لوړو ودانیو کې له کار کولو نیولې د غالۍ اوبدلو په فابریکو او سخت لمر کې کرنیزو ځمکو کې تر کار پورې ستونزې بیان کړي.
څو کاله وړاندې، حیدر او په پاکستان کې د غالۍ اوبدنې د یوې کارخونې د څښتن زوی؛ له کابله د پاکستان د پېښور په لور روان شول.
حیدر وايي: «پاکستان ته د غالۍ اوبدلو د شاګردۍ لپاره لاړم او یوه شپه مو د افغانستان او پاکستان په پوله کې تېره کړه، هلته مو ډېرې ستونزې ولیدلې او بیا د پاکستان پېښور ته لاړو او په پېښور کې نږدې دوه کاله د غالۍ اوبدلو د شاګرد په توګه پاتې شوم. او له هغې وروسته د پاکستان پاړا چنار ته لاړم او شپږ میاشتې مې د پاکستان په پاړا چنار کې تېرې کړې او په دې موده کې مې شپږ میاشتې غالۍ اوبدلې.»
د غالۍ اوبدنې په کارخونه کې له دې سخت کار وروسته، نوموړی د دې لپاره چې لږ ډېر عاید ترلاسه کړي، د پاکستان کراچۍ ښار ته ولاړ. خو په پای کې د کار د ستونزو له امله حیدر پریکړه وکړه چې بیرته افغانستان ته راشي، که څه هم د هغه استاد د مخالفت تر چتر لاندې راغی چې حیدر ورسره کار کاوه.
حیدر وايي: «وروسته د پاکستان کراچۍ ته ولاړو او هلته شاوخوا اووه میاشتې پاتې شو، بیا پېښور ته راغلو، هلته زموږ استاد موږ ته کرایه یا عاید نه راکاوه، موږ یې ځورولو او موږ ته یې وویل مه ځئ، پاتې شئ. بیا افغانستان ته راغلو دوه ورځې د پاکستان په پوله کې پاتې شو او ډېرې ستونزې مو ولیدلې او کابل ته راغلو.»
د غالۍ په کارخونو کې د سخت کار ورځې- شپې؛ خو له کم معاش سره، د حيدر په وينا، د هغه تر ټولو لوړ مياشتنی معاش له “درې زره پاکستانۍ کلدارو” زيات نه وو.
حیدر زياتوي:«میاشتنی معاش یو نیم زره پاکستانی کلدار وو، په لومړیو څو میاشتو کې موږ ته هیڅ معاش نه راکول کیده، په وړیا توګه مو کار کاوه څو ښه یې زده کړو، وروسته ما لږ څه زده کړل او کار کې تکړه شوم. د میاشتې یې یو نیم زره افغانۍ راکولې او بیا پاړاچنار ته لاړو زموږ معاش درې زره کلدارې شوې، هلته زموږ معاش یو څه ښه وو.»
د حیدر په وینا، د دوی کاري موده خورا اوږده وه. او د هغه د ارام وخت یوازې د سهار له دوه یا دریو بجو د سهار تر اوو بجو پورې وو، یعنې شاوخوا پنځه ساعته آرام. حیدر وايي، په ورځ کې یې له شپاړسو ساعتونو زیات کار کاوه. په اونۍ کې یې یوازې یوه ورځ درلوده چې بهر لاړ شي.
حیدر وويل: «په لاره کې ډېر ووهل شوم او ډېرې ستونزې مو ولیدلې، په پاکستان کې مې خپل کاروبار درلود، د دوی کور په پاکستان کې وو، زه یې له زامنو سره پاکستان ته لاړم او کور یې د پاکستان په پېښور ښار کې وو او یوۍ جمعې تربلې جمعې پورې په اونۍ کې یو ځل بهر تللو او نورې ورځې بهر نه تللو. چې شپه ده که ورځ. او د سهار په اوو بجو به مو د غالۍ اوبدلو کار پیل کړ. تر ۱۱ بجو پورې، ۱۱ بجې مو د ماسپښین ډوډۍ خوړله او بیا د ماسپښین تر یوې نیمې بجو پورې رخصت وو او بیا به مو د شپې تر دوو یا درېیو کار کاوه، بیا به مو دوه درې ساعته ارام وکړو او د ملا له اذان وروسته به کار ته روان شو.»
خواړه یې هم تکراري؛ حیدر ټینګار کوي چې په دې کاري شرایطو کې یې باید په ۴۵ ورځو کې ۲۰ متره غالۍ بشپړه کړی وی.
حیدر آمو ته وويل: «د غرمې به لوبیا او کچالو وو، د شپې وریژې، په اونۍ کې یو ځل غوښه، او په شل متره غالۍ کې شپږو کسانو کار کاوه چې یوه غالۍ به مو له ۴۰ تر ۴۵ ورځو په بشپړوله.»
د حيدر په وينا، ډېرى خلک د بېکارۍ او اقتصادي بېوزلۍ له امله د ناقانونه کډوالۍ له سختو لارو تېرېږي. څو وکولی شي د ځان او کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، د هغه په باور، د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول د ناقانونه کډوالۍ په کمولو کې یو له اغېزمنو عواملو کېدای شي.