د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د استخباراتو له لوري د محمود شاه حبیبي نیول کېدل رد کړي او ویلي یې دي، چې طالبانو اړوند ارګانونو پلټنه کړې، خو هیڅ داسې نښه نه ده تر سترګو شوې چې نوموړی دې د هغوی اړوند کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.
هغه ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو «هغه تورونه په کلکه ردوي چې د محمود شاه حبیبي په نوم د یو افغان د نادرکه کېدو تور یې» د طالبانو استخباراتو پر عمومي ریاست لګولي.
ښاغلي مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو اړوند ارګانونو د حبیبي د کورنۍ د عریضې په اساس په ټولو اړوندو ادارو کې پلټنه کړې، خو هیڅ داسې نښه نه ده تر سترګو شوې چې نوموړی دې د هغوی اړوند کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.
هغه ادعا کړې، چې د استخباراتو لوی ریاست په ګډون د طالبانو ټول ارګانونه د بندیانو ټولو حقه حقونو ته ژمن دي او مکلفیت لري چې نیول شوي کسان په خپل مشخص وخت کې قضایي ارګانونو ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو له وړاندې ویلي، محمود شاه حبیبي چې د امریکا تابعیت لري، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
بلخوا، سارا آدامز، چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې پخوانۍ ماموره ده، له مخکې ویلي، طالبانو محمود شاه حبیبي القاعده شبکې ته سپارلی او ښايي دا شبکه هغه اعدام کړي.
محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګسټ په لسمه، دوه ورځې وروسته له هغه ونیول شو چې د القاعده پخوانی مشر ایمنالظواهري د کابل د شېرپور په سیمه کې د امریکايي بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
تر دې مخکې، د هغه ورور احمدشاه حبیبي، آمو ته ویلي و چې د طالبانو د استخباراتو یوې سرچینې ورته ویلي، طالبانو محمود شاه حبیبي له نیولو وروسته القاعده ته سپارلی دی.
محمود شاه حبیبي د جمهوریت د حکومت پر مهال د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس و.
دی چې د افغانستان د پخواني جمهوریت نظام د هوايي چلند رئیس او د افغانالاصله امریکایي سوداګر په توګه پېژندل کېږي، په کابل کې د خپل کور ترڅنګ د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.
د هغه ترڅنګ، د آسیا کنسلتنسی ګروپ د مخابراتي شرکت څو کارکوونکي هم ونیول شول، خو له هغوی څخه ټول، پرته له حبیبي او یو بل کس، خوشې شوي دي.
له هغه وخته تر اوسه د حبیبي هیڅ معلومات نشته. امریکا له خلکو غوښتي که د هغه په اړه کوم معلومات لري، د “عدالت لپاره انعام” پروګرام له لارې یې راپور ورکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د حبیبي په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې تر پنځه میلیونه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.
تر دې وړاندې د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې اعلان کړی و چې د محمود شاه حبیبي د نادرکه کېدو په تړاو د معلوماتو لټه کوي.
افبیآی په یوه اعلامیه کې ویلي: «ګومان کېږي چې ښاغلی حبیبي د طالبانو د امنیتي یا نظامي ځواکونو له خوا نیول شوی او له هغه وخته تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی. باور لري چې حبیبي او موټروان یې د آسیا مشورتي شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یو ځای نیول شوي، چې له هغوی څخه ټول، پرته له حبیبي او یو بل تن، خوشې شوي دي.»