له بدخشان ولایت څخه ځايي سرچینې آمو ته وایي، که څه هم اوس مهال وضعیت ارام دی او په خاش ولسوالۍ کې شخړه نشته، خو طالبانو دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه محاصره کړې ده.
سرچینې زیاتوي چې لا هم د خاش په ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې پرې شوې دي.
د بدخشان شخړې او نښتې هغه مهال پیل شوې چې د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو د حضور او د هغوی له لوري د کوکنارو کروندو د ویجاړولو پر ضد لاریون وکړ، خو طالبانو له زور او تاوتریخوالي کار واخیست او لاریونکوونکي یې په نښه کړل.
په دغو نښتو کې تر دې دمه د یوې ښځې په ګډون ۱۵ کسان، وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاش اوسېدونکو مخکې ویلي وو که وضعیت همداسې دوام وکړي، د طالبانو ادارې ودانۍ به وسوځوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د بدخشان والي، ایوب خالد، بيبيسي ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې د خاش ولسوالۍ د خلکو اعتراضونه د کوکنارو کروندو د لهمنځه وړلو مخه نه ده نیولې.
نوموړي ادعا کړې چې وضعیت بېرته «عادي» شوی او «امنیت» په خاش کې تأمین دی.