کډوالي

۲۸ افغان وګړي د پاکستان له بندخونو آزاد شول

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان پولیسو لخوا در نیول کېدو په حال کې.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت وایي، چې ۲۸ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو بندخونو خوشې شوي او نن (پنجشنبې ورځ، د چنګاښ ۱۲مه) هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان له یوه تر څلورو ورځو پورې د پاکستان په بندخونو کې پاتې شوي وو.

د طالبانو په وینا، دا وګړي د پاکستان د بېلابېلو سیمو څخه د هغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوي وو.

دا یوازې هغه کسان دي چې د قندهار د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي، خو طالبانو د هغو ټولو افغان بندیانو کره شمېر نه‌دی خپور کړی چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو دریم پړاو پیلوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغو کډوالو ته چې د پي‌او‌آر کارتونه لري یا د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شوي دي، تر د جون ۳۰مې (د چنګاښ ۹مه) نیټه پورې مهلت ورکړی و چې له پاکستانه په خپله خوښه ووځي.

خو وروستي راپورونه ښيي چې د پاکستان حکومت اوس د دې مهلت د غځولو په اړه غور کوي.

په ورته وخت کې، د بخښنې نړیوال سازمان له وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د جون له پای وروسته، شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان مهاجرین چې د ملګرو ملتونو ثبت شوي کارتونه لري، د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.

یاد سازمان ویلي: «پاکستان باید د مهاجرینو حقوقو ته درناوی وکړي او د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي. مخکې له دې چې ټاکل شوې موده پای ته ورسېږي، د پي‌او‌آر کارتونو موده باید وغځوي.»

افغان کډوال وایي، له دې سره هممهاله چې پاکستان د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې، دوی له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.