سوداګري

طالبانو څه باندې ۸۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه وسوځول

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک وايي، په کابل کې یې د ۸۴۰زره۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه وسوځول.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بانکنوټونه د کابل، ننګرهار او پکتیا له بازارونو راټول شوي وو.

طالبانو ویلي، چې د دې بانکنوټونو له سوځولو یې موخه په بازارونو کې د خلکو د راکړه ورکړه کې د اسانتياوو رامنځته کول دي.

د نویو بانکنوټونو وېش

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د دې تر څنګ چې د بانکنوټونو له خرابوالي شکایت کوي، د هېواد په بازارونو کې د نویو پیسو د وېش پر څرنګوالي هم نیوکه کوي.

دغه هېوادوال وايي، چې د هېواد بانکونو ته د تلو پر مهال نوې پيسې نه ورکول کېږي او د دې پيسو ډېره برخه هغو چارواکو او د طالبانو غړو ته ورکول کېږي، چې په دولتي ادارو کې کار کوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان د یو شمېر هېوادوالو له خوا په هېواد کې د بانکنوټونو د ساتلو او کارولو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې خلک د دغو بانکنوټونو په کارولو کې بې پروايي کوي.