د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ملي شورا د اپوزیسیون د مشر په توګه نومولی دی.
د پاکستان تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجا د چهارشنبې په ورځ وویل، چې خان د اپوزیسیون د څوګوندي ائتلاف «تحریک تحفظ» مشر محمود خان اڅکزی د دې مهم مقام لپاره وروستی نوماند کړی دی.
راجا زیاته کړه، چې اعظم خان سواتی د سنا د اپوزیسیون د مشر په توګه نومول شوی دی.
دا پرمختګ وروسته له هغه راغی چې پخوانی اپوزیسیون مشر عمر ایوب د مې نهمې پېښو په تړاو د ترهګرۍ ضد محکمې لهخوا په سزا محکومېدو وروسته خپله څوکۍ له لاسه ورکړه.
له همدې امله، ایوب د عامه حسابونو له کمېټې او د ملي شورا له ټولو دائمي کمېټو څخه هم لیرې کړل شو.
د پاکستان انتخاباتي کمېسیون د محکمې له پرېکړې وروسته د عمر ایوب او شبلي فراز د نا اهلیو خبرپاڼې خپرې کړې، چې شبلي فراز د سنا د اپوزیسیون مشر وو.
د تحریک انصاف دغه دواړه مشران اوس د خپلې نا اهلی پر ضد په پېښور عالي محکمه کې قضیه مخته وړي.
