امنیت

سرچینې: پنجشېر کې طالبانو له کارکوونکو څخه «لسګونه» ځیرک موبایلونه راټول کړي

له پنجشېر ولایت څخه ځایي سرچینې امو ته وایی، چې د دې ولایت له ملکي او پوځي کارکوونکو سره د ځیرک موبایلونو د لېږدولو او کارولو له بندیز وروسته، طالبانو تر اوسه «لسګونه» موبایلونه له دغو کارکوونکو راټول کړي دي.

یوې سرچینې ویلي، طالبان د دغو ټیلیفونونو د راټولولو لپاره یو شمېر پوستې هم جوړې کړي دي. نږدې دوه اوونۍ وړاندې سرچینو آمو ته ویلي وو، چې طالبانو د دې ولایت دولتي ادارو ته په استول شوي پیغام کې د کارکوونکو له‌خوا د ځیرک موبایلونو کارول او لېږدول منع کړي دي