د طالبانو د رٸيس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو نن په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دویم ځل لپاره د نوي کابل ښار د پروژې د لومړي پړاو عملي کار پرانیست.
د دې پروژې د لومړي پړاو عملي کار په ۱۴۰۲ کال کې د عبدالسلام حنفي له خوا پرانستل شوى و.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د نوي کابل ښار پروژه د اوسني کابل ښار په پرتله یو نیم برابره ده او مساحت یې ۷۴۰ کیلومتره مربع جریبه ځمکه چې د ۳۷۰ زره ډالرو معادل دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل د نوي ښار د لومړي فاز «ب» برخه د خاور خصوصي شرکت له خوا د ښار جوړولو او کور جوړونې وزارت په همغږي او ترتیب سره جوړېږي او په پام کې ده چې د ښار جوړونې وزارت په همغږۍ د کابل ښار کې د ٤٠زرو کسانو لپاره ۶زره۶۰۰ د استوګنې واحدونه جوړ کړي.
د کابل د نوي ښار پروژه
د کابل نوی ښار د ښاري پراختیا یوه لویه پروژه ده چې په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا پیل او په ۲۰۰۹ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابینې له خوا تصویب شوه.
د دې پروژې د وېبپاڼې معلومات ښيي چې دا پروژه د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمال ختیځ کې د ده سبز په سیمه کې شاوخوا ۷۲۲ مربع کیلومتره مساحت لري.
دا پروژه د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جیکا) په مرسته د ده سبز په سیمه کې طرحه شوې او د هراړخېز ښاري پراختیا په توګه د اوسني پلازمینې کابل ننګونو ته ځواب ويونکې بلل کېږي.
دا معلومات همداراز په ډاګه کوي چې د کابل نوی ښار په ستراتیژیک ډول په دوو مهمو پړاوونو کې هر يو به ٣٠ کلن وي پلان شوی دی.
په همدې حال کې، د ناامنیو په ګډون د یو شمیر ننګونو له امله، د دې پروژې پلي کول د مهالوېش څخه وروسته پلى کېږي. د ۲۰۲۳ کال په اګسټ (۱۴۰۲ زمري) کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ښار او کور جوړونې وزارت او د خاور ساختماني شرکت تر منځ د پرمخ وړونکو په توګه د يوه تړون په لاسلیک سره، د پروژې لومړی پړاو چې د «ب» برخې په نوم یادېږي، پیل شو.
د پروژې د وېبپاڼې معلومات همداراز په ډاګه کوي، چې د کابل نوی ښار د یوه عصري ښار په توګه په پلازمینه کې د بشپړو اسانتیاوو او د درې میلیونه وګړو د ځایولو ظرفیت لري، چې د مخ پر ودې نفوسو اړتیاوو ته به لوی ځواب وي.
د پرانستلو دويم ځلي مراسم
عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې چې نن سه شنبې په ورځ (۱۴۰۳ کال د ليندۍ په ۲۰) په کابل کې ترسره شول، د دغې پروژې د عملي کار پرانیستل د هېواد د ابادۍ په لور یو بل ګام وباله.
په دې مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په بهر کې له مېشتو پانګوالو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او په هېواد کې پانګونه وکړي.
همدارنګه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې مراسمو کې وویل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره ټول شرایط برابر شوي او پانګوال باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.