په هرات کې د چرګانو د فارمونو یو شمېر څښتانان له ایران او پاکستان څخه د غوښې او هګیو واردولو له منفي اغیزو شکایت کوي. دوی وايي چې دغه واردات د کورني بازار د غوړېدو کچه راټیټه کړې ده.
په هرات کې د چرګانو د فارم یو مالک عبدالله وايي: «په فارمونو کې د چرګانو نسل روزل په ډېر زیار تر سره کېږي، خو کله چې یې بازار ته وړاندې کوو، پېرېدونکي نه لرو. چرګان خرابیږي او د چرګانو د تخم بیه ډیره لوړه ده. که موږ وکولای شو په کور دننه د چرګانو دانه تولید کړو، ستونزه به تر یو حده حل شي.»
یو شمېر نور کروندګر هم ټینګار کوي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د غوښې او هګیو په پراخه کچه واردات د دوی پر فعالیتونو مستقیمه منفي اغېزه کړې ده.
د هرات اوسېدونکی عطاالله وايي:«اوس مهال په افغانستان کې د چرګانو د فارمونو شمېر ډېر شوی دی. زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې د چرګانو واردات بند کړي تر څو د چرګانو افغان روزونکي وکولای شي خپل محصولات وپلوري. ډیرو دغو خلکو ډیره پانګه اچونه کړې، خو دوی مطلوبه پایله نه ترلاسه کوي.»
د هرات يو بل اوسېدونکى زلمی هم وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې له نورو هېوادونو د چرګانو د وارداتو مخه ونيول شي او د چرګانو کورنيو فارمونو ته د ودې زمينه برابره شي.»
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په هرات ولايت کې د چرګانو د سلګونو صنعتي فارمونو تر څنګ يو شمېر کوچني او سيمه ييز فارمونه هم شته، چې د غوښې او هګيو لپاره د دغه ولايت د اوسېدونکو د اړتياوو يوه برخه پوره کولى شي.