له لوګر ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې تېره ورځ د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې، پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) له خلکو څخه اخاذي کړې ده.
د سرچینو په وینا، د ټيټيپي غړي د طالبان لخوا مل وو.
سرچینې وايي: «ټیتیپی پرون د محمد آغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د پیسو ټولولو او مرسته اخیستلو لپاره بهر تللي و.
طالبان هم ورسره ملګري وو.»
دوه ورخې وړاندې، له پکتیکا ولایت څخه سرچینو ویلي وو، چې پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره یو ځای د پښتون ژغورنې غورځنګ سرې خولۍ له خلکو په زور نیسي او هغوی ته ګواښونه هم کوي.
سرچینو ویلي چې پاکستاني طالبانو د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له خلکو سرې خولۍ ټولې کړې دي.
سرچینې زیاتوي، چې پاکستاني طالبان د خیرکوټ بازار کې ګرځي، ځوانان دروي، تلاشي کوي، سرې خولۍ ترې اخلي او ورسره ګواښونه او سپکاوی هم کوي.
