افغانستان

د طالبانو درې استازو د دوحې بهیر د کاري ډلې په غونډه کې ګډون وکړ

د طالبانو بیرغ، انځور له رویټرز

د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر مشر حبیب الله احمدي له آمو سره پر ټېلېفوني اړیکه کې تایید کړه چې د کاري ډلې په لومړۍ ناسته کې چې د دوحې د درېيمې ناستې وروسته د اقداماتو یوه برخه ده. د طالبانو د کورنیو، بهرنیو او کرنې وزارتونو استازو ګډون وکړ و.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته ويلي چې د دې غونډې په اړه معلومات نه لري.

په همدې حال کې په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر سهیل شاهین له آمو سره په خبرو کې ویلي چې کاري ډله د خصوصي سکټور د ملاتړ او د کروندګرو لپاره د معيشت د بدیلونود برابرولو لپاره پلان وړاندې کړي.

خو د دوحې درېیمه ناسته چې له نشه يي توکو سره يې مبارزه د بحث یوه برخه وه، د ښځو او مدني ټولنو د استازو د نه نشتون له امله له نیوکو سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (یوناما) د پنجشنبې په ورځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ غونډه په اړه چې د دوحې د درېیمې ناستې د اقداماتو يوه برخه ده، خبر ورکړ.

دغه بنسټ ویلي دي چې دا اقدام له طالبانو له چارواکو سره د افغان ولس لپاره د مهمو موضوعاتو په اړه «په اغیزمنه توګه د تعامل» د هڅو یوه برخه ده.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې کاري ډلې غونډه جوړېدل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ۲۰۲۳ کال په خپلواکه ارزونه کې د وړاندې شویو وړاندیزونو پر بنسټ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا له دې انلاین ناستې وروسته وويل: «له نشه یي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه مسله ده چې کلیوالي ټولنې او همدارنګه د سیمې سوله او ثبات اغېزمنوي.»

یوناما د دې غونډې د ګډونوالو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

دا اقدام د جون په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي له درېیمې غونډې وروسته وشو. په دې کتنه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د يو لړ مهمو مسئلو په توګه خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د وروستیو موندنو له مخې په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۴ کال کې د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی. د دې زیاتوالي سره سره، ټولیز تولید لاهم د ٢٠٢٢کال څخه مخکې د کچې څخه ٩٣سلنه ټيټ دی.