سوداګري

طالبان: په تېره یوه میاشت کې د افغانستان صادرات ۶۱ میلیونه ډالره زیات شوي دي

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې د افغانستان صادرات د لیندۍ میاشتې په پرتله ۶۱ میلیونه ډالره زیات شوي دي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تلې په میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټولیز ارزښت ۲۳۴،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دغه شمېره د وږي په میاشت کې ۱۷۳،۹ میلیونه ډالره وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د تلې په میاشت کې د افغانستان د وارداتو کچه ۱۸۶.۸ میلیونه ډالره لوړه شوې ده. د شمېرو له مخې، په روانه مياشت کې د وارداتو ټوليز ارزښت يو ميليارد او ١۴٠ ميليونو ډالرو ته رسېدلى، په داسې حال کې چې په تېره مياشت کې دغه شمېره ٩۵۴،١ ميليونه ډالره وه.

له پاکستان څخه د وارداتو وده

پاکستاني رسنیو د سه شنبې په ورځ (لړم۲۹مه) خبر ورکړ چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغانستان واردات ۲ سلنه زیات شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې، یوازې په دې موده کې له پاکستان څخه افغانستان ته د بورې واردات ۱۵ برابره زیات شوي دي. د نیشن ورځپاڼې خبر ورکړی، چې افغانستان د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه د ۵.۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بوره وارد کړې؛ خو په وروستیو څلورو میاشتو کې دغه کچه ۹۱.۶۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې ملي اداره وايي، د افغانستان صادرات تر ډېره هند، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته کېدل.

د صادراتو او وارداتو له زیاتوالي سره سره افغان سوداګر تل پر لوړو ګمرکي تعرفو او د صادراتو په بهیر کې له ګڼو ستونزو څخه شکايتونه کوي.

دا احصایې په داسې حال کې خپریږي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی او د هېواد بهرنۍ سوداګرۍ د داخلي او بهرنیو محدودیتونو له امله خورا زیانمنه شوې ده.