سوداګري

 د جوزجان د سمنټو فابریکې قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سمنټو د تولید د فابریکې تړون د «۷۷» په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلوېزیون د راپور له مخې د دغه قرارداد ارزښت ۱۶۳ میلیونه ډالره دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې له فعالېدو وروسته به دغه فابریکه د ورځې د درې زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

د هغه په ​​وينا، د دغه قرارداد په لاسليک سره به يو زرو٢۵۰ تنو ته د کار زمينه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او اقتصادي بحران ډېر شوى دى.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له خوا د لويو ملي پروژو پر پيلولو نيوکه کوي او وايي، چې که څه هم دغه پروژې پرانيستې او پيل شوې؛ خو د دوی د فعالیت او ګټې اخيستنې په اړه هیڅ خبر نه دی او په تېرو درېیو کالونو کې د دوی د ژوند په شرایطو يې کومه اغېزه نه ده کړې.

له بلې خوا یو شمېر دغه هېوادوال وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ سره مخ دي او د خوړلو لپاره څه نه لري.