ورزش

په اماراتو کې د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ په ډاګه شو

د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د هېواد کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو نوملړ په ډاګه شو.

د افغانستان کرکټ پورډ ویلي، د مهالوېش له مخې به افغان اتلان د راتلونکې جمعې په ورځ د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

په دغه نوملړ کې، راشدخان کپټان، او ورسره د پیل توپوهونکي، رحمان‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ شامل دي. نور لوبغاړي: صدیق‌الله اتل، درویش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمد اسحاق، ګلبدین نایب، او د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي او همدارنګه، کریم جنت، شرف‌الدین اشرف، نوراحمد، مجیب رحمان ځدراڼ او الله محمد غضنفر شامل دي.

دا سیالۍ په داسې حال کې دي، چې افغانستان په راتلونکي اسیا جام سیالیو کې له بنګله‌‌دیش، سریلانکا، او هانګ‌کانګ سره په یوه ګروپ کې ځای لري. د اسیا جام سیالۍ، د سپټمبر په نهمه پیلیږي.