له خوست ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې په دغه ولایت کې د ښوونځي یوه زدهکوونکي ځان وژنه کړې ده.
سرچینو ویلي، چې یاده پېښه نن غرمه، چهارشنبه د وږي په ۵مه د خوست ولایت اړوند تڼیو ولسوالۍ روښاني کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې یاد هلک کوثر نومېږي او شاوخوا ۱۵ کاله عمر یې درلودو.
د سرچینو په وینا، تراوسه یې د ځان وژنې علت دقیق معلوم نه دی.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته په دې وروستیو کې ځان وژنې پېښې، غلاوې، نامعلومې وسلهوالې وژنې او ماشوم تښتونې زیاتې شوي دي، خو طالبانو یې خبرونه په رسنیو بند کړي دي.
