د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ څېړونکي د لومړي ځل لپاره ایران ته ورستانه شوي دي، له هغه وروسته چې ایران د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې له هغوی سره همکاري ځنډولې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران لا هم دې ته نه دی رسېدلی چې څنګه به د ملګرو ملتونو له د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره پوره همکاري بېرته پیل کړي.
د عراقچي څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې ایران له فرانسې، بریټانیا او جرمني سره د خپل اټومي پروګرام د خبرو د راژوندي کولو هڅې وکړې – هغه پروګرام چې لوېدیځ ځواکونه یې د بم جوړولو هڅه بولي، خو ایران وايي یوازې ملکي موخو ته ځانګړی شوی دی.
ایران ویلي چې د ملګرو ملتونو له اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره د نوې همکارۍ تړون ته اړتیا لري، له هغې وروسته چې د جون په میاشت کې د اسراییلو د ۱۲ ورځني هوايي جګړې په ترڅ کې، چې وروسته متحده ایالات هم ورسره یوځای شول، د اټومي تأسیساتو وضعیت بدل شو.
د ایران پارلمان په جون کې داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې له دغې ادارې سره همکاري ځنډول شوې او هر ډول راتلونکي تفتیشونه باید د تهران د ملي امنیت عالي شورا له خوا تصویب شي.
عراقچي ویلي: «دغه شورا د پلټونکو د سفر اجازه ورکړې، خو د د ملګرو ملتونو له د اټومي انرژۍ نړیوالې ادار سره د نوې همکارۍ د چوکاټ مسوده نه ده بشپړه شوې او نه هم تصویب شوې ده..»
هغه زیاته کړه: «د بوشهر د اټومي بټۍ د سونګ د بدلون کار باید د نړیوالې ادارې د پلټونکو تر څارنې لاندې ترسره شي.»
د د ملګرو ملتونو له اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د سهشنبې په ورځ فاکس نیوز ته ویلي: «د د ملګرو ملتونو له اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لومړۍ ډله پلټونکي بېرته ایران ته ستانه شوې ده.»
له جون وروسته د بریدونو په تړاو ایران استدلال وکړ چې دغه اټومي تأسیسات نور د پلټونکو لپاره خوندي نه دي.
