د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه او له هغوی سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو خبرې اترې، پر افغانانو او په ځانګړې توګه پر ښځو یو ښکاره تېری او توهین بللی دی.
نوموړي له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې افغانان باید په هیڅ مانا د هېواد د ننه شته ناامنو او د خطر څخه ډکو شرایطو ته په زوره بېرته وانهستول شي.
ریچارډ بنت په ایکس شبکه کې د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک د هغې بیانیې بشپړ ملاتړ کړی چې پهکې د اروپايي ټولنې پر نوي قانون (چې د کډوالو چټک اخراج او په درېیمو هېوادونو کې د توقیف ځایونو جوړولو ته اجازه ورکوي) سخته اندېښنه او خواشیني ښودل شوې وه.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو درناوی یو اساسي اصل دی او له همدې امله له طالبانو سره په بروکسل کې ناسته د افغان مېرمنو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
دا جنجالونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د طالبانو د پنځه کسیز پلاوي د وېزو غوښتنلیکونه ورسېدلي او تر امنیتي څېړنو لاندې دي.
د اروپايي کمېسیون لخوا د دغې دوه ورځنۍ تخنیکي ناستې موخه د هغو افغانانو د بېرته لېږلو میکانیزم ښودل شوی چې په اروپا کې د اوسېدو حق نلري، خو پهخپله د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر مکزیم پروو هم بروکسل ته د طالبانو له دغه سفر سره په کلکه مخالفت ښودلی دی.
