سوداګري

د چین او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: افغانستان د سي‌پېک له فرصتونو ګټه اخيستلی شي

د چین او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې سرپرست وایي؛ چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یا «سي‌پېک» چمتو دی؛ څو افغانستان ته د اقتصادي ودې او سیمه ییزو اړیکو په برخه کې، د پراخو فرصتونو زمینه برابره کړي.

د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې، د ظفر اقبال له قوله لیکلي، چې د ګوادر له بندر څخه د ازبکستان، تاجکستان او د منځني آسیا د نورو هېوادونو د ګټې اخیستنې د پلان له مخې، افغانستان به له ترانزیټي سوداګرۍ، اړیکو او د بنسټیزو پروژو له پانګونې څخه په بې ساري توګه ګټه واخلي.

د یادې خونې سرپرست زیاته کړې، چې افغانستان د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د نښلېدو په صورت کې به، د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په یوه مهم سوداګریز دهلېز بدل شي.