د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ، د وږي پنځمه، ویلي چې د څلورو ښځو په ګډون نهه تنه د «زنا او له کوره تېښتې» په تور د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ او د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې په دورو وهل شوي دي.
د دې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ، ۷ تنه، چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، د غور د ساغر ولسوالۍ لومړنۍ محکمې له شپږو میاشتو تر دوو کلونو پورې په بند محکوم او له ۳۰ تر ۳۹ درو محکوم شوې دي.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، یوه ښځه او یو سړی له «کوره د تېښتې» په تور د لوګر د ازرې ولسوالۍ لومړنۍ محکمې له لوري په یو کال بند او ۲۰ درو محکوم شوي وو.
ستره محکمه زیاتوي چې د دغو دوو ولسوالیو د لومړنیو محکمو پرېکړې د دې محکمې تر تأیید وروسته د خلکو پر وړاندې عملي شوې دي.
طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په تېرو څلورو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ تنه په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دره وهلي دي.
د هېواد وګړي او د بشري حقونو یو شمېر فعالان د طالبانو پر دغه چلند نیوکه کوي او د خلکو پر وړاندې په دره وهل یې د بشري حقونو ښکاره نقض بولي.
تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له لوري د هېوادوالو د بدني مجازاتو غندنه کړې وه او ویلي یې دي چې ښځې او نارینه د طالبانو له لوري پرته له کافي اسنادو او له عادلانه محاکمې پرته مجازات کېږي، چې تر ټولو زیات یې ښځې او نجونې قرباني دي.
