د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی چې د شپږو وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو اندازه تر ۳۰٪ پورې لوړه شوې ده او د یو شمېر نورو توکو په اړه به هم پریکړه وشي.
د دې اعلامیې له مخې، د ټیشو کاغذ تعرفه له ۱۶٪ څخه ۳۰٪، د تشناب کاغذ له ۱۰٪ څخه ۳۰٪، د پخلنځي د کاغذ رول له ۱۰٪ څخه ۳۰٪، د فلزي دروازو تعرفه ۸٪ څخه تر ۱۰٪، د پروفیل تعرفه له ۸٪ څخه ۳۰٪، او د پلاسټيکي تار تعرفه له ۲.۵٪ څخه لومړی تر ۱۰٪ او بیا تر ۲۰٪ پورې لوړه شوې ده.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د ریکشا، د مطبعو لپاره د کارېدونکو کاغذونو، او د بستهبندۍ شوي میوې اوبو د وارداتو په تعرفو کې هم بدلونونه به راشي.
له دې وړاندې هم د طالبانو اداره څو ځله د وارداتي توکو ګمرکي تعرفې او مالیې بدل کړي دي. اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د تعرفې لوړه کول کولی شي د مصرفي توکو بیې په بازار کې لوړې کړي؛ هغه موضوع چې په مستقیمه توګه د خلکو ژوند، په ځانګړي توګه د اوسني اقتصادي بحران او د پېرلو ځواک د کمښت په شرایطو کې، اغېزمنوي.
