سوداګري

بهر ته د کندهار د څه باندې شپږ زره ټنو انارو صادرېدل

په کندهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، سږ کال له دغه ولایت څخه ۶زره ۱۵ ټنه انار له افغانستان څخه بهر ته صادر شوي دي.

دغه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه صادراتو ټوليز ارزښت درې ميليونه او ٨٦٨ زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.

د دې خبرپاڼې په وينا، د کندهار انار متحده عربي اماراتو، هند، برېټانيا، قرغزستان، لبنان او پاکستان ته صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې د صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغو سوداګرو د کافي سړو خونو نشتوالى، د ګمرکي تعرفو لوړوالى، د ويزو په ترلاسه کولو کې ستونزې او د نړيوالو بنديزونو له امله محدوديتونه چې د بانکونو له لارې يې د پيسو لېږد ستونزمن کړى، د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي.