سوداګري

د کابل په تفریحي پارکونو کې د کورنیو د حضور کموالی 

په کابل کې د یو شمېر تفریحي پارکونو مالکین او مسٶولین وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په درېیو کلونو کې په پارکونو او تفریحي ځایونو کې د کورنیو حضور پام وړ کچه کم شوی دی.

د پارکونو د مسوولینو په وینا، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د محتسبينو د سختوالي له امله په تفریحي پارکونو کې د ښځو حضور کم شوى دی.

له دغو پارکونو څخه یو هم د کابل ښار په ارزان قيمت کې ځاځي پارک دی، هغه پارک چې پخوا به د کورنیو د تګ او راتګ شاهد و؛ خو اوس له خلکو خالي او بې شوره دی.

د ځاځي پارک مسٶول حبیب خان ځاځى وايي، پخوا دې پارک ته ۷۰ سلنه سیلانیان کورنۍ وې، خو د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته دې پارک ته د کورنیو، ښځو او ماشومانو د تګ راتګ شمېر صفر ته کم شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې دغه بندیز دوی ته مالي زیانونه اړولي دي.

هغه وايي: «بل لامل يې پر کورنيو د امربالمعروف ( طالبانو) محدوديتونه دي. کورنۍ اجازه نه لري چې پارکونو ته لاړ شي. تر دې وړاندې ۷۰ سلنه سیلانیان کورنۍ وې، خو اوس د چارواکو له خوا پارکونو ته له تګ څخه منع شوي دي.»

د ښار نور پارکونه هم له ورته حالت سره مخ دي. په دې پارکونو کې هیڅ ښځه نه لیدل کیږي او د تفریحي پارکونو فضا د نورو ځایونو په څېر مردانه ګرځیدلې ده.

صوفیه هغه مهال د کابل پوهنتون د اروا پوهنې د پوهنځي په دوهم ټولګي کې وه چې طالبانو د نجونو او ښځو پر مخ پوهنتونونه وتړل.

صوفیه وايي، طالبانو افغانستان د ښځو لپاره د زندان په څېر جوړ کړی او حتی تفریحي پارکونو ته یې د ننوتو مخه نیسي.

هغه زياتوي، څو څو ځلې تفريحي پارکونو ته تللى و، خو طالبانو لخوا يې پارکونو ته د هغې د ملګرو د ننوتو مخه نېولې ده.

هغه وايي: «زما په یاد دي چې تېره اونۍ موږ غوښتل قرغې ته ولاړ شو، خو سره له دې چې محرم مو درلود، ښځو ته هلته اجازه نه ورکول کېږي.»

نورې ښځې او نجونې هم له دې محدودیتونو شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکې نسرین وايي: «د طالبانو دغو کړنو په ښځو کې رواني او احساساتي ستونزې زیاتې کړي دي.»

طالبانو واک ته له راتګ وروسته اعلان وکړ چې ښځې کولای شي په اونۍ کې درې ورځې له نارینه پرته تفریحي پارکونو ته ولاړې شي.

خو څو میاشتې وروسته په ۱۴۰۱ هجري لمريز کال کې تفریحي پارکونو ته د ښځو د تګ مخه ونیول شوه.