د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

یونسکو: د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال نجونې او ښځې له ډېرېدونکو محدودیتونو سره مخ شوي دي

له زده‌کړو بې‌برخې شوې جلۍ.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال نجونې او ښځې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې له زیاتېدونکو محدودیتونو او د خپلو حقونو د نقض له وضعیت سره مخامخ شوي دي.

یونسکو زیاته کړې چې دغه اداره د «تبسم» په نوم له یوې پروژې ملاتړ کوي چې د رسنیو پر بنسټ د زده‌کړې، د ذهني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ ګډه بڼه لري او موخه یې د ښځو او نجونو د ښوونې، د بیان د آزادۍ او د معلوماتو ته د هغوی د لاسرسي د حقونو ساتنه ده.

په همدې حال کې حمیده امان، چې د «بېګم» په نوم د یوه رسنيز بنسټ بنسټ‌ایښودونکې ده او د «تبسم» پروژه خپروي، ویلي: «په ننني افغانستان کې ډېری ښځې له زده‌کړو او کاره منع شوې دي، له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې او په خپلو کورونو کې بندې دي. زموږ ماموریت دا دی چې بې‌غږو ته غږ ورکړو او د نجونو او ښځو له زده‌کړې سره اړیکه وساتو.»

یونسکو په ۲۰۲۵ ز کال کې د «تبسم» پروګرام د ملاتړ لپاره له بېګم رسنۍ سره همکاري وکړه. دغه همکاري د دې راډیو له پخواني ملاتړ سره تړاو لري چې په ۲۰۲۲ ز کال کې پیل شوې وه او د یونسکو د افغانستان د زده‌کړې د حق د دوامدار ملاتړ پر بنسټ ولاړه ده.

یونسکو ټینګار کړی چې د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې ۲.۲ میلیونه نجونې له ښوونځیو بې‌برخې دي، دا همکاري ښوونه، رواني ـ ټولنیز ملاتړ او رسنۍ سره نښلوي تر څو د افغانستان ښځو او نجونو ته په نړۍ کې د یوه له تر ټولو محدودو چاپېریالونو کې د زغم او هیلې په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې د طالبانو بېرته واک ته رسېدو ډېری ښځینه خبریالانې له کاره بې‌برخې کړې، سره له دې چې ډېرې یې د کورنۍ یوازینۍ سرپرستې وې. افغان ښځې او نجونې په ټول هېواد کې په هغو رسنیو کې هم له محدودیتونو سره مخ دي چې کولای شي ورته لاسرسی ومومي او ترې ګټه واخلي.

یونسکو وایي، رسنۍ لا هم د هغو لږو برخو له ډلې دي چې ښځې په کې د کار کولو اجازه لري، خو د سختو محدودیتونو لاندې.