سویلي آسیا

منظور پشتین: د پاکستان پوځ په بېلابېلو پلمو پښتانه ځپلي او لوټلي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین، په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان پوځ په بېلابېلو پلمو پښتانه «ځپلي او لوټلي» دي.

نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ په نظامي عملیاتو کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان وژل شوي دي.

هغه وايي: «په مطبوعاتو کې هم، په سیاسي لنګویج (ژبه) کې هم دغه اصطلاح (هرهګري) استعمالیږي، خو په حقیقت کې دا ټول د پښتنو د وهلو، د ځپلو د لوټلو د مړولو؛ د دغو مختلف نومونه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د «ډان ورځپاڼې» په وینا، د چهارشنبې په ورځ د ۴۸ ساعته ګرځ‌بندیز تر لرې کېدو وروسته د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې عادي وضعیت بېرته عادی حالت ته راوګرځېد.

پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي. سرچینو آمو ته ویلي، چې د دغه عملیاتو له کبله، د باجوړ سیمې ډیری اوسېدونکو خپلې سیمې پریښې دي.