افغانستان

په بلخ کې د بېوزلۍ زیاتېدو سره د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي

د بلخ په مرکز مزار شریف کې د وچې شوې ډوډۍ کڅوړې د خرڅلاو لپاره انبار دي. چنګاښ ۲۹مه ۱۴۰۱

بیکاري په افغانستان کې له کلونو راهیسې د خلکو او په تېره بیا ځوانانو لپاره یوه لویه ننګونه ده. تېر حکومتونه هم خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو کې پاتې راغلل او اوس هم له وروستیو تحولاتو سره چې دولت د طالبانو لاسته لوېدلی، د بېکارۍ ستونزه په بېسارې توګه په لوړېدو ده.

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د یوه سړک پر سر د بیکارۍ ناوړه اغېزې له ورایه تر سترګو کېږي؛ سلګونه ځوانان او سپین ږیري له سهاره تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه ناهیلې ولاړ وي.

احمد امید چې څلور کاله وړاندې د بلخ له پوهنتون څخه فارغ شوی، تراوسه نه دی توانېدلی یوه کاري بوختیا ومومي.

هغه زیاته کړه: “له بېکارۍ ستړی شوی یم. کار د هر تحصیل کړي ځوان حق دی. حکومت باید موږ ته کار ومومي.”

یو بل ځوان یوسف چې ده هم د حقوقو په برخه کې د بلخ پوهنتون کې زده کړې کړي، وايي په تېرو دوو کلونو کې لسګونه دولتي او خصوصي ادارو ته مراجعه کړې، خو دنده یې نه ده موندلې.

ښاغلي یوسف زیاته کړه: “سلګونو ادارو ته مو غوښتنلیکونه ولېږل، خو اصلا د کار فرصت برابر نه دی. نو د بیکارۍ له وجې مې تصمیم نیولی چې له غیرقانوني لارو بهر ته لاړ شم.”

په افغانستان کې د جمهوري دولت له سقوط سره چې وړاندې ځوانانو ته څه ناڅه کاري فرصتونه برابر و، لمنځه لاړل او اوس بیکاري په ټول هېواد کې خپل اوج ته رسېدلې ده.

مریم (مستعار نوم) چې د جمهوري دولت پرمهال یې په بلخ کې د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ کې کار کاوه او میاشتنی معاش یې ۶۰۰ ډالر و، اوس وزګاره ده.

هغه وايي د کور ټول لګښتونه دې ورکول او د دندې ترلاسه کولو وروسته یې د ژوند لګښتونو برابرولو لپاره خپل ملکیتونه خرڅ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې چې د روان کال په جنوري میاشت کې خپرې شوې، افغانستان کې د دولت له سقوط سره شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي وو او ویلي یې و چې دا شمېره به د میاشتې تر نیمايي له ۷۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو ورسېږي.

د ملګرو ملتونو په یوه بل راپور کې چې تېر کال خپور شو، په ۲۰۲۱ کال کې د بېکارۍ کچه ۱۳.۲۸ سلنه وه او دا په افغانستان کې د وړم کال په پرتله دوه سلنه ډېره وه.

د کارګرو سخت ژوند

د مزار شریف په یوه بله څنډه کې د بیوزلۍ نښې د کارګرانو له څېرو ښکاري چې کرۍ ورځ د کار په موندلو تېروي. د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی عصمت الله وايي له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې نه دی توانېدلی کار ومومی.

هغه زیاته کړه: “څلور اولادونه لرم او ټول ناروغان دي. زموږ ولسوالۍ کې کار نه و، نو راغلم مزار شریف ته. دلته هم کار نیست. موږ چېرته لاړ شو؟”

امنیتي ستونزې افغانستان کې د کار نویو فرصتونو رامنځته کېدو پروړاندې خنډ

کتونکي پر افغانستان د بېکارۍ اغېز خورا ناوړه بولي او د کار فرصتونو رامنځته کولو لپاره د اغېزناکو ګامونو پر پورته کېدو ټینګار کوي.

د پوهنتون استاد عبدالحمید صفوف په هېواد کې د کار منظم پروګرام نشتوالي لامل امنیتي ستونزې بولي او وايي چې افغانستان د کارګرانو لپاره بدترین ځای دی.

ښاغلي صفوف زیاته کړه: “په افغانستان کې د کار زمینې برابرولو او د خلکو راتلونکي ښه والي لپاره هېڅ ډول نه لیدل کېږي. … د کرزي او غني حکومتونو د کار زمینې برابرولو لپاره له رامنځته شویو فرصتونو او نړیوالو مرستو سمه استفاده ونکړه او دا کار لامل شوی چې سلګونه زره کسان کډوال شي.”

طالبان د کار زمینې برابرولو لپاره څه پروګرام لري؟

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د بیوزلۍ لمنځه وړلو لپاره لویې طرحې لري.

ددغه وزارت مرستیال عبدالسلام سادات وویل: ” د بیوزلۍ لمنځه وړلو لپاره نړیواله ټولنه باید د لنډمهاله مرستو پرځای، لوی پروګرامونه په پام کې ونیسي او په هېواد کې د کاروبار فرصتونه برابر کړي.”

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د عامو خلکو ترمنځ د بیکارۍ کچې کمولو لپاره په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې یوشمېر کارګران له هېواده بهر د کار لپاره واستوي.

ښاغلي سادات زیاته کړه: “له افغانستان بهر د کارګرانو استولو لپاره تفاهملیکونه لرو او هڅه کوو چې لا ډېرو هېوادونو سره تفاهملیک لاسلیک کړو.”

په بلخ کې د بېوزلۍ او بیکارۍ زیاتېدل او وچه شوې ډوډۍ

په هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې ډېرېدل سبب شوي چې د بلخ ځینې اوسېدونکي له ناچارۍ د خپلو خیټو مړولو لپاره له بازاره وچه شوې ډوډۍ واخلي.

په مزار شریف ښار کې د وچې شوې ډوډۍ ځینې خرڅوونکي وايي، په دې وروستیو کې د هغو بېوزلو کسانو شمېر ډېر شوی چې د خپلو کورنیو د تازه ډوډیو اخیستلو توان نه لري او له دوی وچه شوې ډوډۍ اخلي.

ددوی په وینا، یو من وچه شوې ډوډۍ په ۷۰ افغانۍ خرڅېده، خو اوس یې بیه تر ۲۰۰ او ۲۵۰ افغانیو پورته شوی.

د امریکا لخوا د افغانستان ۷ میلیارده ډالرو ارزي ذخیري کنګل کېدل، د طالبانو له رژیم سره د نړۍ د رسمي تعامل نشتوالی، د نړیوالو موسسو د فعالیت درېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل لامل شوي چې په افغانستان کې د فقر او بیکارۍ کچه لوړه شي.