سوداګري

 د پاکستان دولتي بانک: افغانستان ته د پاکستان صادرات ۴.۱۲ سلنه زیات شوي دي

د پاکستان دولتي بانک( اېس بي تي) وايي، د مالي کال په لومړیو ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان د توکو او خدماتو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۱۲ سلنه ډېر شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په دې موده کې د پاکستان ټول صادرات ٥٤٤.٠٠٨ ملیون ډالرو ته رسېږي؛ په داسې حال کې چې  تېر کال په همدې موده کې د هېواد صادرات ۵۲۲.۲۷۱ میلیونه ډالره وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار وار  ادعا کړې چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې د افغاني توکو د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې يې اسانتیاوې برابرې کړي او له افغانستان څخه د صادراتو بهیر د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

خو د پاکستان دولتي بانک وايي، چې په دې موده کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱ میلیونه ۹۲۳ زره ډالرو ته رسېږي، چې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ په توازن کې د اندېښنې وړ توپیر ښيي.

پاکستاني رسنیو همداراز ویلي، چې افغانستان د روان کال په جولای میاشت کې پاکستان ته د ۱۵ميليونه ۲۷۷ زره ډالرو صادرات کړي، چې د تېرې میاشتې د صادراتو په پرتله کمښت ښيي.

په عین حال کې، د پاکستان د دولتي بانک ارقام ښیې چې د ٢٠٢٤ کال په جون کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د ٢٠٢٤ کال د می په میاشت کې د ٧٤.٣٦٩ ملیون ډالرو څخه ٣٨.٠٤ سلنه راټیټ شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکي په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ پر ډېرېدو نيوکه کوي او وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په هېواد کې يو شمېر صنعتي فابريکو فعاليت بند کړى او د دوى لپاره د کار زمينه محدوده شوې ده. 

دغه اوسېدونکي همداراز وايي، چې د هېواد د سوداګرۍ په توازن کې د اندېښنې وړ توپير به د بې وزلۍ او بېکارۍ لمن پراخه کړي او د پخوا په پرتله به د يوې مړۍ ډوډۍ په موندلو کې ډېر محتاج کړي.