سوداګري

طالبان: تېر کال افغانستان د لس میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري کړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د «طالبانو لاسته راوړنو» په اړه د راپور ورکولو په غونډه کې ويلي چې افغانستان تیر کال شاوخوا لس ملیارده ډالره سوداګري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه وزارت د راپور پر بنسټ، د هېواد صادرات ١.٨ ملیارده ډالر وو؛ خو اوس يې واردات اته میلیارده ډالره دي.

بل خوا یو شمېر هېوادوال د صادراتو پر کمښت او د وارداتو پر زیاتوالي نیوکه کوي او وايي، چې د صادراتو په پرتله ډېر واردات په هېواد کې د بې وزلۍ کچه پراخوي او د کار زمینه هم محدودوي.

دغه اوسېدونکي وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له راتګ سره یو شمېر کوچنیو کاروبارونو د بېلابېلو دلایلو له مخې فعالیت بند کړی او دا مهال د کار موندلو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په همدې حال کې د هېواد یو شمېر صنعتکاران وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان پر بانکي سیستم د محدودیتونه او د هغوی له خوا د مالیاتو او تعرفو زیاتوالي د دوی کاروبار له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.