سوداګري

په هرات کې صرافانو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاريون وکړ

آمو ته یوې سرچینې په یوه رالیږلي پيغام کې ویلي، چې په هرات ولایت کې یو شمېر صرافانو د طالبانو له خوا د دوى پر فعالیتونو د سختو شرایطو له د وضع کولو امله په دغه ولایت کې د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاريون وکړ.

تر دې مخکې سرچینو ویلي وو، چې د هرات ښار د صرافۍ په بازار کې د صرافيو يوشمېر دفترونه وروسته له هغه په ​​اعتراضي ډول وتړل شول، چې طالبانو د ضمانت په توګه د زیاتو پیسو د ورکړې پرېکړه وکړه.

د سرچینو په وینا، طالبانو له هر يو صراف څخه غوښتي چې ۶ میلیونه ۶۰۰ زره افغانۍ (د ۹۳ زره امریکايي ډالرو معادل) د ضمانت په توګه بانک ته وسپاري.

په هرات کې یو شمېر صرافان وايي چې د جواز اخیستو لپاره د طالبانو شرایط ستونزمن دي او د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک د جواز په بدل کې تر ۶،۵ میلیونو افغانیو زیات ضمانت او تر ۵ میلیونو زیاتې افغانۍ په بانکي حساب لپاره غوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات د صرافۍ مارکېټ چې د خراسان مارکېټ په نامه یادېږي، د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا تړل شوی و او د یو شمېر صرافانو په وینا یوازې یو شمېر صرافان چې د طالبانو له خوا د ټاکل شويو پیسو توان يې نه درلود، په اعتراضي ډوال خپلې هټۍ وتړلې.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د کابل په شهزاده سراى کې د ګرځنده صرافيو پر فعالیت هم بندیز لګولى.