د افغانستان پر صادراتي توکو، د امریکا د نوي لګول شویو ګمرکي تعرفو په اړه غبرګونونه بېلابېل دي. یو شمېر، دغه پرېکړه د سیاسي انګیزې له مخې بولي او یو شمېر نور بیا وایي، چې پر افغانستان دغه لګول شوې نوې ګمرکي تعرفه، چین، روسیې او ایران ته د طالبانو د نږدېوالي له امله دی.
له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې امریکا ته د افغانستان صادراتي توکي، ډېری وچه مېوه، غالۍ او طبي بوټي دي، چې د امریکا د ۱۵ سلنې تازه تعرفې په لګولو سره دغه هېواد ته د افغانستان صادراتو کې خنډ او اندازه به یې کمه شي.
د ډونالډ ټرمپ د نویو ګمرکي تعرفو په نوملړ کې د افغانستان نوم هم شته. د افغانستان پر توکو ۱۵ سلنه ګمرکي تعرفه یې وضعه کړې ده، چې د ګمرکي تعرفو د تېر نوملړ په پرتله دا ځل پنځه سلنه زیاته وضعه شوې ده.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان، په دې باور دي، چې پر افغانستان د تعرفو وضع کولو یوازې سیاسي اړخ لري، ځکه امریکا د طالبانو له سیاستونو او له روسیې، چین او ایران سره د دوی د نږدیوالي له امله ناراضه دی.
د اقتصادي چارو کارپوه، سید مسعود، وایي: «اوس چې دغه پنځه سلنه تعرفه زياتوي، دا په اصل کې هغه ډول فشارونه دي چې پر افغانستان واردېږي. دا د دې لپاره ده چې افغانستان له چين، روسيې او ايران سره نږدې کېږي. ځکه اوس د ټرمپ خبرې نورې هم روښانه شوې دي؛ هغه وايي، سربېره پر دې چې تعرفه لګوو، که کوم هېواد له روسيې، چين او ايران سره نږدې شي، نو پرې بنديزونه او جريمې هم لګوو. دا پنځه سلنه تعرفه هم د بنديزونو يوه بڼه ده.»
طالبانو، تر اوسه د امریکا له لوري د ګمرکي تعرفې پر ډېروالي چوپتیا غوره کړې، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمېرې ښیي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، له امریکا سره د افغانستان سوداګري په بې ساري توګه کمه شوې ده. د دې خونې د معلوماتو له مخې، له امریکا سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له پنځلسو میلیونو ډالرو څخه تر دوه میلیونه هم کمې کچې ته رسېدلې ده. امریکا ته د افغانستان ډېری صادراتي توکي، غالۍ، وچه او تازه مېوه او طبي بوټي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه بورډ غړی، خان جان الکوزی، وايي: «د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې د تعرفو لوړوالی منفي اغېزې لري، او دا لړۍ چې موږ لږ تر لږه څه ناڅه صادرات درلودل، هغه هم ورو کوي او له ستونزو سره مو مخ کوي.»
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه شمېرې ښیي، چې افغانستان په تېر کال کې د امریکا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د ۱،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي صادر کړې دي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په پرتله سل میلیونه کمه وه. د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې د افغانستان د صادراتو کچه مخ په ځوړ روانه ده او د سوداکرۍ د بیلانس کسر هم لوړ شوی دی.
