د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د افغانستان او تاتارستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د نفتو او ساختماني چارو په برخو کې د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه هوکړهلیکونه د یوه غونډې پر مهال لاسلیک شول، چې پکې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر ولادیمروویچ کوروبچینکو حضور درلود.
د دغه وزارت په وینا، د تاتارستان مرستیال لومړی وزیر د یادې ناستې پر مهال د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکړه څو د «نفتو نندارتون» کې چې د روان کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه په تاتارستان کې جوړېږي، ګډون وکړي.
طالبان وايي، دغه پلاوي، د طالبانو تر ادارې لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته بلنه ورکړه، څو د تاتارستان د سوداګرۍ خونې څخه لیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر د طالبانو لهخوا د لوړ مالیات او تعرفو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
