سوداګري

د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژې قرارداد په هېواد کې لاسلیک شو

د ۱۰ میګاواټ برق د تولید د قراداد مراسمو انځور

د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې قرارداد نن (شنبه، د اسد ۱۱مه) د طالبانو تر ادارې لاندې د انرژۍ او اوبو وزارت او عزیزی شرکت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

د عزیزی شرکت رئیس، میرویس عزیزی، د دې قرارداد د لاسلیک مراسمو کې د یادې پروژې موخه «د بیکارۍ کمول او اقتصادي ودې ته وده ورکول» یاده کړه.

د دې پروژې ارزښت ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی او ټاکل شوې چې تر ۲۰۳۲ میلادي کال پورې بشپړه شي.

د عزیزی شرکت مسؤلینو ویلي، چې په دې پروژه کې به له ډبرو سکرو، اوبو او باد څخه برېښنا تولیدېږي، چې یوازې د باد له انرژۍ څخه د ۷۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید پلان شوی دی.

همداراز ویل شوي چې دا پروژه به په بلخ، هرات، بغلان او نورو سیمو کې عملي شي، او په حیرتان بندري ښارګوټي کې به د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید یوه شبکه جوړه شي.

میرویس عزیزی زیاته کړه، چې د دې پروژې په تطبیق سره به شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

هغه دا هم وویل، چې یو مسلکي روزنیز مرکز به جوړ کړي، څو افغانانو ته مهارتونه وروزي، او هڅه به وکړي چې ۹۸ سلنه کارکوونکي د دې پروژې، د هېواد له اتباعو څخه وي.