د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې په تېره اوونۍ کې (د زمري میاشتې له ۳- ۹مې) د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او د خواف –هرات بندرونو له لارې ۹۷ زره او ۵۸۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي، چې هېواد ته وارد شوي او یاهم له هېواده صادر شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په دې موده کې ۱۲۶ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه دي.
د زمري په څلورمه، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ټولګټو وزارت وویل، چې تېر کال له هېواد څخه نږدې ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه سوداګریزو توکو واردات، صادرات او ترانزیټ د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.
د دغه وزارت مسوولینو ویلي، چې دا شمېرې د نړیوالو بازارونو سره د سوداګرو د اړیکو د پراخوالي ښکارندویي کوي، او دوی هڅه کوي چې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار وکړي.
د ټولګټو وزارت چارواکو د دغه وزارت د یو کلنو لاستهراوړنو په یو تشریحي پروګرام کې وویل، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې له ۴۵ پروژو څخه د ۳۵ پروژو کارونه بشپړ شوي دي.
