روغتیا

سرچینې: د فیض آباد ښار د ۶۰ بستریز روغتون چارې وځنډول شوې

سرچینو آمو ته تایید کړې چې د هېواد په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د ښځو او ماشومانو د ۶۰ بستریز روغتون چارې ځنډول شوې دي.

د بدخشان ولايت سرچينې وايي، چې له څو ورځو راهيسې په دغه روغتون کې هيڅ ډول روغتيايي خدمتونه نه دي وړاندې شوي.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، پخوا د دغه روغتون د ډاکټرانو معاش د روغتیا نړیوال سازمان له خوا ورکول کېده،،، خو په تېرو څو میاشتو کې د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي، چې دغه روغتون ته د ډاکټرانو د نه ورتګ سبب ګرځېدلى دى.

سرچينې همداراز وايي، چې د څلورو متخصصينو په ګډون د دغه روغتون ۷۱ کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

بدخشان د هېواد یو له لرې پرتو ولایتونو څخه دی، چې اوسېدونکي یې تل روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي.

اوس د دغه نسايي ولادي مرکز په تړل کېدو سره په فيض آباد ښار کې د نسايي ولادي روغتون  د ٣٠ بسترونو په لرلو سره يوازې يوه دولتي واحد فعاليت کوي.