اېن بي سي نیوز راپور ورکړى، چې متحده ایالات د داعش سره د مبارزې لپاره له طالبانو سره د استخباراتي همکاریو د پراخولو لپاره کار کوي.
دې خبري اژانس د دوو باخبرو سرچینو او یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي، «د بایډن اداره غواړي چې د داعش د مخ په زیاتېدونکي ګواښ په پام کې نیولو سره د دې ډلې د کنټرول لپاره له طالبانو څخه کار واخلي.»
راپور وايي، په لوېدیځ کې داسې ګونګوسې شته چې داعش غواړي پر دغو هېوادونو بریدونه وکړي.؛ خو دا وړتیا نه لري.
اېن بي سي نیوز وايي، لوېدیځ په مسکو کې د موسیقۍ پر یوه کنسرت له برید وروسته د داعش ګواښ جدي نیولی دی.
د یادولو وړ ده چې داعش خراسان ډلې تر دې وړاندې هم د ایران په کرمان ښار کې یو برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
اېن بي سي نیوز راپور ورکړى: «له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو او په افریقا کې د لویدیځ نفوذ په کمېدو ، د داعش د فعالیتونو په اړه د استخباراتو اطلاعاتو راټولول کمزوري شوي دي.»
دا په داسې حال کې دهک چې تېره میاشت د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې (اېف بي آيې) ۱۲ تاجکستاني وګړي داعش خراسان ډلې سره د تړاو په شک ونیول.