نړۍ

بلینکن: په تېرو درې نیمو کلونو کې د امریکا پر سیاستونو باور زیات شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د بایډن د ادارې له پالیسیو دفاع کړې او ویلي یې دي چې په تېرو درې نیمو کلونو کې پر متحدو ایالتونو باور زیات شوی دی.

بلینکن په بروکینګز انسټیټیوټ کې په یوه مرکه کې زياته کړه: «دوی (د امریکا او نړۍ خلکو) یو داسې ولسمشر لیدلی چې په امریکا، ایتلافونو او شرکتونو یې بیا پانګونه کړې ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د جوبایډن له تګلارو دفاع کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه یې په امریکا او نړۍ کې له سختو نیوکو سره مخ ده او ځینو منتقدینو د هغه پرېکړه د امریکا په تاریخ کې یوه «سیاسي رسوايي» بللې ده.

له بلې خوا، په سي اېن اېن کې ​​د ډونالډ ټرمپ سره د هغه په ​​وروستۍ ټاکنيزه مناظره کې د جو بایډن الفاظو او پیچلي او مغشوش ځوابونو په متحده ایالاتو کې دننه پر هغه نيوکې ډېرې کړې دي.

خو بلینکن ادعا کوي: «که تاسو په ټوله نړۍ کې ټولپوښتنو ته نظر واچوٸ، تاسو به وګورئ چې په تېرو درې نیمو کلونو کې د امریکا په مشرتابه باور زیات شوی دی..»

هغه ټينګار کړى «دا د هغو پالیسیو پایله نه ده چې موږ یې تعقیبوو؛ بلکې زموږ د ګډون پایله ده. دوی ګوري چې ولسمشر بایډن په ټولو بېلابېلو برخو کې مخکښ دی او په ننګونو تمرکز کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې  په روان ميلادي کال په امریکا کې د نومبر په پنځمه د ولسمشريزي ټاکنې ترسره شي.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ مناظره تېره اونۍ (پنجشنبه، د جون ۲۷) ترسره شوه.

د امريكا اوسني ولسمشر او د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ په بېلابېلو مسایلو خپل نظرونه څرګند کړل.