کډوالي

ټرمپ: په اماراتو کې د افغان کډوالو د ژغورلو لپاره به اقدام وکړم

انځور- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه به د هغو افغان کډوالو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي چې له خپل هېواد څخه تر وتلو وروسته، په متحدو عربي اماراتو کې بې برخلیکه پاتې دي.

نوموړي دا څرګندونې په خپله ټولنیزه شبکه «سوشیل تروت» کې له هغه راپور وروسته وکړې چې د یادو کډوالو د وضعیت په اړه خپور شوی و. ټرمپ لیکلي: «زه به هڅه وکړم هغوی وژغورم، له همدا اوس یې پیل کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ میاشتې لپاره د خپل دوهم ولسمشرۍ د دورې له پیل وروسته، د کډوالو د بیا مېشتولو بهیر ودرولی و او په اپریل میاشت کې یې د هغو زرګونو افغانانو لپاره موقتي حفاظتي وضعیت هم لغوه کړ چې دا مهال په امریکا کې مېشت دي.

متحده عربي امارات، چې د امریکا نږدې امنیتي شریک بلل کېږي، په ۲۰۲۱م کال کې موافقه وکړه چې زرګونه افغان کډوال، چې د پخواني حکومت له سقوط او د امریکایي ځواکونو له بېړني وتلو وروسته له کابل څخه تخلیه شوي وو، په موقتي ډول مېشت کړي.

په ۲۰۲۲م کال کې، کاناډا د امریکا په غوښتنه یوازې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه له دغو کډوالو څخه ومنل. لا هم دا څرګنده نه ده چې څومره نور کسان په اماراتو کې د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.

د راپورونو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د بایډن د حکومت له لوري نږدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال شوي دي. دا کسان د پوځیانو د کورنیو غړي، ماشومان، د هغوی خپلوان، او هغه افغان کارکوونکي دي چې د شل کلنې جګړې پر مهال د امریکا له حکومت سره کار کړی و.