د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د طالبانو د مشر او سترې محکمې رییس د نیونې په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم صادرېدل وغندل او دا یې ظالمانه او سیاسي تصمیم وباله.
دغه د دې پرېکړې په غبرګون کې وايي، دغه حکم د سیاسي انګېزو له کبله صادر شوی او د طالبانو له انده حقوقي اعتبار نهلري.
متقي ټینګار کوي چې د دې حکم پر وړاندې هېڅ راز مسوولیت نه مني او هغه د نه اجرا وړ بولي.
دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په بګرام هوايي اډه کې د چین په ګډون د بهرنیو ځواکونو شتون له حقیقته لرې بولي او ادعا کوي چې په افغانستان کې یو بهرنی نظامي هم شتون نهلري.
