د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر، سید محسن نقوي، سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو لوریو ترمنځ د دوهاړخیزه اعتماد فضا رامنځته کول، د شته ستونزو د حل لپاره اړین رول لري.
په دې ناسته کې، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو د پلاوي په ګډون ترسره شوې، حقاني د پاکستاني پلاوي سفر افغانستان ته “یوه ارزښتناکه موقع” بللې، چې د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او همکاریو د پیاوړتیا لامل کېدای شي.
حقاني په ځانګړې توګه د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې له افغان مهاجرینو او بندیانو سره درناویناک چلند وشي او ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، سید محسن نقوي، هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي برخه او د نشهيي توکو پر ضد مبارزه کې همکاري ضروري ده، او ژمنه یې کړې چې دا هڅې به لا پسې پراخې شي.
همداراز، د طالبانو په وینا، نقوي ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو او عامو خلکو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له طالبانو سره به د ګډو ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
