نړۍ

په نایجریا کې ځانمرګي بریدونو ۱۸ کسان وژلي دي

د نایجریا پولیسي چارواکي وايي، د «ځانمرګو بریدونو» په پايله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

پولیسو ويلي چې یو برید د داسې یوې میرمنې لخوا شوی چې د واده په مراسمو کې یې خپل ماشوم په شا تړلى و او د واده مراسمو په منځ کې کې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې «ځانمرګي بریدونه» د نایجیریا په شمال ختیځ کې پر یوه واده، روغتون او د جنازې په مراسمو  ترسره شوي دي.

د نایجیریا په بورنو ایالت کې د پولیسو ویاند ناهوم کنټ داسو وویل، «له دريو بريدونو څه يو بريد د شنبې په ورځ په ګوزا ښار کې یوې ښځې چې یو ماشوم یې په شا تړلی و، د واده د مراسمو په منځ کې چاودېدونکي موادو ته چاودنه ورکړه.»

د يادونې وړ ده، چې نایجیریا بورنو ایالت کې بوکو حرام د ياغي اورپکو ١٥کلن مرکز دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسٶلیت پر غاړه  نه دی اخيستى.