نړۍ

د غزې شمال او سويل ته د اسراٸيلي ټانکونو پرمختګ: نښتې دوام لري

رویټرز خبر ورکړی چې اسرائیلي ټانکونه د غزې په شمال او سويل کې د سیمو پر لور پرمختګ کړی او نښتې په شدت سره دوام لري.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، د یکشنبې په ورځ، اسرائيلي ځواکونو د غزې  په شمال کې د شجاعیه په ګاونډ کې پرمختګ کړى او په سوٸل کې یې په  لویدیځ او د رفح په مرکز هم بریدونه وکړى، چې  لږ تر لږه شپږ فلسطینیان یې وژلى او یو شمیر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

دوی وايي، اسرائیلي ټانکونه چې څلور ورځې وړاندې شجاعیه ته راستانه شوي وو، په ګڼو کورونو یې ګولۍ ویشتلي، چې په پايله کې يې کورنۍ دننه بندې پاتې شوې دي او د وتلو توان نه لري.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په الشجاعه کې عملیاتي ځواکونو د تېرې ورځې په عملیاتو کې ګڼ شمېر فلسطینی وسله وال وژلي، وسلې یې موندلي او پوځي بنسټونه یې په نښه کړي دي. دغه سازمان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوه اسرائیلي عسکر د غزې په شمال کې وژل شوي دي.

د حماس او اسلامي جهاد وسله والو ډلو په شجاعیه او رفح کې د سختو جګړو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دوی جنګیالیو هلته پر اسراییلي ځواکونو د ټانک ضد راکټونه او هاوانونه ویشتلي دي.

په غزه کې د اسرایلو له هوايي او ځمکنۍ جګړې اته میاشتې وروسته، اورپکو پر اسراییلي ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړى او په هغو سیمو کې عملیات کوي، چې اسراییلي پوځ ویلي، څو میاشتې وړاندې یې نیولې وې. د امریکا په ملاتړ د عربي هېوادنو د منځګړتوب هڅې تر اوسه د اوربند په ټينګښت  کې پاتې راغلي دي. حماس وايي هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي او اسراییل مجبور کړي چې له غزې څخه په بشپړه توګه ووځي. اسراییل اعلان کړی څو چې حماس له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې واکمن وي، په جګړه کې به یوازې لنډمهاله ځنډ ومني.

د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار کې د اسرائیلو ټانکونو د ښار په ختیځ، لویدیځ او مرکز کې څو سیمو ته ننوتي دي.

ډاکټرانو اعلان کړی چې د ښار په زړه کې د شبوره په یوه کور باندې د اسراییلو په برید کې شپږ تنه وژل شوي دي. د زوروب د کورنۍ شپږ مړي د خان یونس ناصر روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د مړو شويو لسګونه خپلوانو په کفن  پوښل شويو مړو جنازه ادا کړه او بيا يې خاورو ته  وسپارل.