سوداګري

طالبان: په تاشکند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړېږي

د طالبانو تر ادارې لاندې  د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شي.

 د دغه خبرپاڼې له مخې، دغه نندارتون به دجولای په ٢ نېټه جوړ او د دريو ورځو لپاره دوام وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت ویلي چې د دغه نندارتون موخه د افغانستان محصولاتو ته بازار موندنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د خصوصي سکټور ملاتړ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر صنعتکاران او سوداګر د خپلو فعالیتونو په وړاندې له ننګونو شکایت کوي.

دغه افغان صنعتکاران او سوداګر د مالیاتو لوړوالی، د برېښنا نشتوالی، په بانکونو کې محدودیتونه او د خامو موادو لوړه بیه د خپلو عمده ننګونو په توګه یادوي.

د طالبانو تر واک لاندې  د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په  خبرپاڼه کې راغلي چې د تاشکند په نندارتون کې به ۲۵۰ افغان سوداګر غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، وچه مېوه او نور تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.