طالبانو په افغانستان کې ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي «یوناما» یو شمېر چارواکي د دې ادارې د وروستي راپور له امله، چې د ایستل شوو کډوالو د ځورونې او ګواښونو په اړه و، د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړي دي، خو د طالبانو په اعلامیه کې د دې لیدنې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه راپور «مغرضانه» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو د رئیسالوزرا په امر یوه ګډه کمیټه له څو ادارو جوړه شوې او د راپور موندنې به وڅېړل شي.
طالبان ادعا کوي چې د یوناما راپور او پکې شوې تورونه لکه «غچ اخیستل، شکنجه او خپلسري نیونې» بېدلیله دي.
یوناما د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپلو چارواکو د احضار په اړه، د «آمو» استول شوو پیغامونو ته څرګند ځواب نه دی ویلی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د وروستي درې میاشتني راپور موندنې رد کړي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د شړل شوو کډوالو پر وړاندې د طالبانو له لوري شکنجه، غچ اخیستل، خپلسري نیونې او امنیتي ګواښونه ترسره شوي دي.
وزارت ویلي چې د رئیسالوزرا په امر یوه ګډه کمیټه، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو د عمومي استخباراتو ریاست پکې شامل دي، د راپور د ادعاوو د څېړلو لپاره ګمارل شوې ده.
وزارت زیاتوي چې د یوناما چارواکي هم د همدې راپور په اړه د دې وزارت مرکزي دفتر ته احضار شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي: «د بیلګو ټاکنه محدوده او مغرضانه وه او ډېر تورونه بې له شواهدو، یوازې د اټکل پر بنسټ وړاندې شوي دي. دغه راپور هڅه کوي د حقایقو په تحریف او د کلمو په لوبولو سره، عامه ذهنیتونه د خپلې ګټې لپاره بدل کړي.»
طالبانو نه دي څرګند کړي چې د یوناما کوم چارواکي یې احضار کړي او نه یې د خپل مجلس جزییات ورکړي دي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې بېرته راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې، نظامیان، د پخواني حکومت کارکوونکي او خبریالان، د طالبانو له لوري د شکنجې، خپلسرو نیونو او د بشري حقونو د نقض له جدي ګواښ سره مخ دي.
د یوناما درې میاشتنی راپور، چې د روان میلادي کال د اپریل څخه تر جون پورې موده رانغاړي، وایي چې طالبان په ځینو برخو کې د ښځو د «حجاب» د خپل معیار د مراعت څارنه نوره هم زیاته کړې ده.
ځینې ښځې د یوناما د موندنو په غبرګون کې د طالبانو تر واک لاندې د خپلو تجربو په اړه خبرې کوي او طالبان د بشري حقونو په نقض تورنوي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو محتسبانو کلینیکونو، بازارونو، دولتي ادارو او حتی ټکسي چلوونکو ته امر کړی چې هغو ښځو ته چې له محرَم پرته وي، خدمات ورنه کړي – هغه موارد چې تر دې وړاندې «آمو» هم د خپلو سرچینو په استناد تائید کړي وو.
سربېره پر دې، ځینو د ښکلا سالونونو خاوندانو «آمو» ته تائید کړې چې طالبان د سالونونو له تړلو وروسته، د هغوی پر کورنیو هم فشار راوړی څو ژمنه وکړي چې خپلې لوڼې به نور کار ته نه پرېږدي.
ځینې ارایشګرې هم وايي چې طالبانو د هغوی د موبایل تلیفونونه پلټلي دي.
