افغانستان

افغان ډيپلوماټان: کوربه هېوادونه باید د کډوالو حقونه تأمین کړي

تصویر از آرشیف

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازوليو د همغږۍ شورا له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د دې شورا په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې حقونو کې د «نن رافولمن» بېرته نه ستنولو اصل، د جبرې ستنولو درول او د خطر لاندې د خلکو نه شړل شامل دي.»

خبرپاڼه وايي، د زلزلې په ګډون اقتصادي سقوط او وروستیو طبیعي پېښو خلک په هېواد کې دننه بې ځایه کړي دي.

دغه شورا همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت له جوړښت پرته چې د خلکو اساسي حقونه او خدمات تضمین کړي، هېواد ته د کډوالو د راتګ د مخنیوي هڅې به له ننګونو سره مخ وي.

د دې شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو د «نظامي واک» راهیسې، زیات شمیر خلک د «سخت جبر، تعذیب او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو» له امله له هیواده کډه کولو ته اړ شوي دي.

د دغې شورا د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دى او په تېره بیا ښځې، نجونې، د مدني ټولنې فعالان، د بشري حقونو مدافعین او د لږکيو ډلې له «سختو ګواښونو» سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان د هغو افغان کډوالو د ایستلو هڅې زیاتې کړي چې له اسنادو پرته په دغو هېوادونو کې مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له پاکستانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.