د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

سرچینې: طالبانو هټیوالو ته امر کړی چې د دوی بیرغونه ولګوي

د وزیر اکبرخان ۱۵م سړک څلور لارې

نن جمعه، د زمري څلورویشتمه، چې د اګسټ له پنځلسمې سره برابره ده، د پخواني جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو واک ته رسېدو څلورمه کلیزه ده.

له کندهار ولایت څخه باوری سرچینو څخه آمو ته ویلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د طالبانو د کابینې په څلورمه ناسته کې امر کړی چې دا ورځ په ځانګړي ډول ونمانځل شي.

له بلې خوا، ځینې سیمه‌ییزې سرچینې له بېلابېلو برخو څخه آمو ته وایي چې طالبانو دوکاندارانو ته ویلي چې په خپلو دوکانونو کې د طالبانو بیرغونه ولګوي.

سیمه‌ییزې سرچینې ټینګار کوي چې طالبانو خلکو ته هم ویلي چې په خپلو موټرو د طالبانو بیرغونه ولګوي او دا ورځ د «جشن» په توګه ولمانځي.

خو ځینې نجونې د یوه لاریون په ترسره کولو سره وایي چې د زمری ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده.

په همدې مهال، په پلازمېنه کې سیمه‌ییزې سرچینې ټینګار کوي چې د جمعې په ورځ طالبان په کابل کې ځانګړي پروګرامونه لري چې ډېری یې د طالبانو د دفاع وزارت او د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي المپیک کمېټې له لوري ترسره کېږي.

سرچینې وایي چې طالبان به د چورلکو له لارې هوایي نندارې وکړي. په داسې حال کې چې طالبان د زمري ۲۴مه د خپل تعبیر له مخې «د فتح ورځ» بولي، خو ځینې نجونې په اعتراضي اقدام کې سړکونو ته راوتلې او دا ورځ یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ بللې ده.

ځینې نور هېوادوال، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، وایي چې د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې د خلکو آزادي او حقونه ترې واخیستل شول.

یو هېوادوال وایي: «زه د هغه ورځې له امله خواشینی یم چې طالبان افغانستان ته ننوتل. د اګست ۱۵مه ښایي د نړۍ د ډېرو خلکو لپاره په تقویم کې یوه عادي ورځ وي؛ خو زموږ لپاره هغه ورځ ده چې زموږ برخلیک بدل شو، زموږ د هیلو چت راونړېد او تیاره زموږ پر کورونو سیوری واچاوه.»

د «پنجره امید» د ښځو د غورځنګ یوه غړې وایي: «د اګست پنځلسمه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده؛ هغه ورځ چې د خلکو آزادي او حقونه د یوه ډلې له خوا چې د زور او تاوتریخوالي په وسیله زموږ هېواد ته تیاره راتللې ده، حراج شول. سوله او عدالت یوازې د خلکو او د هېواد د قانوني بنسټونو په ضمانت تأمینېږي، نه د زور او ظلم د حکومت په منلو.»

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د زمري په ۲۴مه یا د اګسټ په ۱۵مه د جګړه ییزو وسلو او د امریکا پاتې تجهیزاتو سره پوځي پرېډ ترسره کاوه، خو سږکال لا روښانه نه ده چې نن به د طالبانو پوځي پرېډ په بګرام کې ترسره کېږي که نه. خو باوري سرچینو آمو ته ویلي چې د جمعې په ورځ به طالبان د لویې جرګې په تالار کې د اګست ۱۵مې رسمي مراسم ترسره کړي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل دویمې دورې په لومړیو ورځو کې ټینګار کړی و چې د طالبانو د پوځي پرېډ په لیدو «عصباني» کېږي چې د امریکا پاتې شوي وسلې او تجهیزات کاروي، او دا وسلې او تجهیزات باید بېرته وسپارل شي.